په غور کې د ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت داوبو رسولو دیوې شبکې دجوړولو کار بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو، اوبه خور او حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري دغور ولایت د لعل او سر جنګل ولسوالۍ په سیاه سنګ کرمان کلي کې د ۹۰۰ زره افغانیو په ارزښت داوبو رسولو دیوې شبکې دجوړولو کار بشپړ او ګټې اخستنې ته وړاندې شوه.
ددې شبکې په جوړیدو سره ۲۰ کورنۍ،۲ ښوونځي، یوروغتیایي کلینیکاو کرمان بازار پلورونکو د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی وموند.
