په فراه کې د۵.۷میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو دیوې شبکې دجوړولو کار روان دی
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د فراه ولایت د مرکز په عبدل اباد کلي کې د۵.۷میلیونه افغانیو په ارزښت داوبو رسولو دیوې شبکې دجوړولو کار ۷۰ سلنه پر مخ تللی دی.
ددې شبکې د جوړولو پر مهال ۶۰ تنو ته د کار زمینه برابره شوې او په بشپړیدو به یې ۶۵۲ کورنۍ دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
