په کندهار کې د ۶ کیلو واټه لمریزې بریښنا د تولید یوه شبکه جوړیږي
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت د تخته پل ولسوالۍ د چغري شاه ولي د پراختیایې شورا له لوري د لمریزې بریښنا د شبکې د جوړولو کار روان دې. د غه شبه د ۲ میلیونه او ۷ سوه زره افغانیو په لګښت جوړیږي چې لس سلنه د خلکو ونډه هم پکې شامله ده په دې شبکه کې ۳۴ تختې ۲۵۰ واټه سولري هیندارې او ۲۲۰ امپیره ۱۸ بطري نصب دی ددغه پروژې د جوړیدو په بهیر کې به ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۵۲۵ کارې ورځې رامنځته شي.
دیادونې وړ ده چې د دې پروژې په بشپړیدو سره به ۴۸ کورنې ترینه ګټه واخلې او دری جوماتونه به پرې روښانه شي.
