په پکتیکا د۸.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت داوبورسولو د دوو شبکو هوکړه لیک لاسلیک شو
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت داوبو رسولو دملي پروګرام له لوري دپکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په اهنګران او سروبي ولسوالۍ په نوي قلعه کلیو کې دیاد ولایت دکلیو بیا رغونې اوپراختیا رییس او داړوندو شورا ګانو تر منځ د۸.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت دابورسولو د دوو شبکو هوکړه لیک لاسلیک شو.
د اهنګران کلي شبکه ۷۴۹ متره اوږدوالی اودنوې قلعه شبکه ۱۱.۶ کیلو متره اوږدوالی لري او په جوړیدو سره به یې ۳۸۳۱ کسان دڅښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.
