په پنجشیر کې د۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷.۸ کیلو متره سړک دجوړولو کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت دکلیوالي لار جوړولو ملي پروګرام له لوري دپنجشیر ولایت دحصه اول ولسوالۍ په درخنج کلي کې د۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۷.۸ کیلو متره سړک دجوړولو کار روان دی.
دا سړک چې په ۸ میاشتو کې جوړیږي درخنج، پاوات اوچوبک کلي به له یو بل سره وتړي او۱۹۵۷ وګړي به یې له ګټو برخمن شي.
