په لوګر ولایت کې د کرونا وایروس پر وړاندې عامه پوهاوی ترسره شو
د هېواد په کچه په ډېرې چټکۍ سره د کرونا وایروس د خپرېدا او په لوګر ولایت کې د دې وایروس د اخته کسانو د زیاتېدو په مناسبت، د حفاظتي تدابیرو د نیولو په موخه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا پروګرام ګټه اخیستونکیو لپاره د عامه پوهاوي یو کمپاین ترسره شو.
دا کمپاین د (کوار) همکارې موسسې په نوښت چې د هېواد په اتلسو ولایتونو کې د پروګرام په تطبیق کې له پروګرام سره کار کوي، د پروګرام د یو شمېر کارکوونکو په مرسته د لوګر ولایت په مرکز پل عالم کې په لار واچول شو.
په دې کمپاین کې د لومړنیو اقداماتو په مناسبت چې په وایروس له ککړتیا څخه د مخه باید په پام کې ونیول شي، لکه: په کور د پاتې کېدو، د خلکو له ګڼې ګوڼې څخه د ځان ساتلو او نه ورتګ، د شلو ثانیو لپاره په اوبو او صابون د لاسونو وینځلو، د خوړو په لوښو کې له ګډ خوراک څخه د ډډې په ګډون نورې اړینې سپارښتنې د سیمې خلکو ته وړاندې شوې.
د یادونې وړ ده چې د کمپاین په پای کې د سیمې خلکو ته په وړیا توګه ماسکونه هم ورکړل شول.
