په نورستان کې د ۲۵.۸ کیلو متره سرک د جوړیدو کار روان دی
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د لارجوړونې ملي پروګرام له لوري د جوړیدونکي نوموړي سرک سروې چې ۲۵.۸ کیلومتره اوږدوالی لري د مرکز او کامدیش ولسوالۍ مربوط ۱۴ پرمختیایي شوراګانو سره ترسره شوي او کارونه ۳۳ سلنه مخکې تللي ، د لیدنې په جریان کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست تخنیکي ټیم له لوري د کارونو د ښه والي په خاطر قراردادي شوراګانو ته لازمې لارښونې وشوې ، البته باید ووایو د نوموړي سرک په تکمیلیدو به د کامدیش او برګمټال ولسوالۍ د نورستان ولایت مرکز پارون سره وصل شي چی فعلا وصل نه دي.
