په سرپل ولایت کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښاري بریښنا د یوې شبکې د تمدید کار بشپړ شو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له لوري د سرپل ولایت د مرکز په ازبکیه انګوټ کلي کې د ۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د ښاري بریښنا د یوې شبکې د تمدید کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
دا شبکه د ۲۰ کیلو واټه بریښنا لپاره ۱۰ ستنې او ۲۶۰ متره مزی او د ۰.۴ کیلو واټه بریښنا لپاره ۴۱ ستنې او ۲۴۰۶ متره مزی او د ۲۵۰ او ۱۶۰ کیلو واټو په ظرفیت دوه ترانسفارمرونه لري.
ددې پروژې په ترڅ کې د ماهرو او ناماهرو ګارګرو لپاره ۵۶۳ کاري ورځې رامنځ ته شوې وې او په پایله کې یې ۲۴۳ کورنۍ له ښاري بریښنا برخمنې شوې.
