په ننګرهار کې د ۱۹،۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوې پروژې هوکړه لیک لاسلیک شو
د ننګرهار کلیو بیا رغونې او پراختیا ریاست له لوري په کامې ولسوالۍ کې د ۱۹،۵ میلونه افغانیو په لګښت د بولډروال د جوړیدو هوکړه لیک لاسلیک شو.
دغه هوکړه لیک د کلیو پراختیا ریاست د برنامو امر انجینر محب الرحمن میاخیل او د کامې ولسوالۍ د سردار کلي شورا ترمنځ لاسلیک شو چې له مخې به یې په یاده سیمه کې د ۶۳۱ مترو په اوږدوالي یو بولډروال جوړیږي.
ددې بولډر وال په جوړیدو سره به په سلګونو جریبه کرنیزه ځمکه د کونړ سیند له ګواښ څخه وژغورل شي.
