کوټ ولسوالۍ کې د ۶۶۰ کورنیو لپاره د څښلو پاکې اوبه برابرې شوې
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظالصحې د پروګرام له لوري د ننګرهار ولایت دکوټ ولسوالۍ په کوز هندراني، حیدرخېل او وچه غاړه کلیو کې د څښلو د اوبو درې شبکې جوړې او په دې وروستیو کې د خلکو ګټنې ته وسپارل شوې. د څښلو د اوبو په دغو لمریزو شبکو باندې ټولټال ۷میلیونه او ۶۲۶ زره افغانۍ لګښت راغی چې ۹۰ سلنه یې د حکومت او لس سلنه یې د اړوندو ټولنو له خوا ورکړل شو. د اوبو رسولو یادې شوې درې پروژې د اړوندو ټولنو د پرمختیايي شوراګانو له خوا تطبیق شوې چې د جوړولو چارو یې د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۳۴۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې.
