په غزني کې د اوبه خوریو کانال او حوض جوړ شول
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت له لوري د غزني د جغتو ولسوالۍ په کوشه خدري کلي کې د اوبه خور یو کانال او ورسره یو حوض جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول. کانال ۴۲۰ متره اوږد دی او د حوض زیرمه یې د ۱۲ په ۱۶ متره مربع په ابعادو کې جوړه شوې ده.
