په سرپل کې څه باندې ۳ میلیونه او۲۰۰زره افغانیو په لګښت د ښاري بریښنا د غزولو کار روان دی

content_manager
دوشنبه ۱۳۹۸/۱/۲۶ - ۱۱:۳
سرپل

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري څه  باندې  ۳  میلیونه او ۲۰۰ زره افغانیو په لګښت د ښاري بریښنا د شبکې د جوړولو کار د سرپل ولایت د مرکزاړوند د بغاوی هزاره په کلي کې روان دی. نوموړې پروژه د ۱۷۰۰متروپه اوږدوالي د ۲۰ کیلو ولټ او د ۱۸۷۰ مترو په اوږدوالي د ۰،۴ کیلو ولټ د بریښنا د مزیو د غځولو لپار۴۸ پایې په نظر کې نیول شویدي. نوموړې پروژه د ۳۰۰ کلیو ولټ امپیر په ظرفت سره یو ترانسفارفر لري چې د شبکې په بشپړیدو سره به ۱۷۷ کورنۍ د ښارې بریښنا څخه برخمن شي .د یادونې وړ ده چې ددغې پروژې کار ۷۰ سلنه پرمخ تللی او د جوړیدو په کاري بهیر کی یې  ماهرو او غیر ماهرو کاریګرو ته  ۶۶۶ کاري ورځې هم رامنځته کېږي .

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۵:۴۱
Background image

د بدخشان ولایت د واخان سړک خامه چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بدخشان ولایت د واخان ولسوالۍ د بروغیل له سرحد څخه تر چین هېواد پولې پورې د (۳۶۵) میلیونه افغانیو په ټولیز لګښت د (۱۲۱) کیلومتره خامه سړک د جوړولو چارې، چې په دوو فازونو کې د کلیو د. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۵ - ۴:۳۲
Background image

په زابل ولایت کې د یوه پُل د جوړولو چارې پیل شوې

د زابل ولایت د شاجوی ولسوالۍ اړوند د جعفر علي‌خېلو په کلي کې د (۴۰) مترو په اوږدوالي د یوه پُل د جوړولو چارې د (۱۷.۵) میلیونه افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د مالي. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۴ - ۹:۴۷
Background image

د لغمان ولایت علیشنګ ولسوالۍ کې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل‌ فرش سړک د جوړولو چارې پیل شوې

د لغمان ولایت د علیشنګ ولسوالۍ اړوند له واینګل سیمې څخه تر اولیا بالا پورې د (۲،۰۸۹) کیلومتره جغل ‌فرش سړک د جوړولو چارې، د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال. . .

BACK TO NEWS