د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د شواک ولسوالۍ له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.
د لیدنې په پيل کې د شواک ولسوالۍ قومي مشرانو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له اغیزمنو کارونو څخه مننه وکړه، د خپلې شته ستونزې محترم وزیر صاحب سره شریکې کړې او په یادې ولسوالۍ کې د لازیاتو پراختیايي پروژو د پلې کولو غوښتنه وکړه.
ورپسې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د شواک ولسوالۍ قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل: د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د پروژو د پلي کولو پرمهال لومړیتوبونه په پام کې نیسي او د متوازن انکشاف له مخې کار کوي. موږ تل کوښښ کوو خپل ولس ته داسې ټولګټې او پراختیايي پروژې پلې کړو چې له اسانتیاوو څخه يې څوک بې برخې پاتې نه شي.
