د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۴۶
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په مقر کې جوړه شوې وه، د یاد وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مرکزي رئیسانو، د یونیسف دفتر او د نورو مؤسساتو استازو ګډون کړی وو.

د غونډې په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب میلمنو ته د ښه راغلاست ترڅنګ، د یادې غونډې د اهمیت په اړه خپله ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: اوبه هغه عنصر دی چې ټول بشر ورته اړتیا لري او د اوبو پرته ژوند ناشونې ده او زموږ مسوولیت دی ترڅو د اوبو رسولو په برخه کې خپل ولس ته خدمات وړاندې کړو چې له نیکه مرغه په دې وروستیو کې د اوبو رسولو ډیرو پروژو د پرانیست او ګټې اخیستنې شاهدان وو.

دغه راز محترم وزیر صاحب متوازن انکشاف ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه هغو ولایتونو ته باید لومړیتوب ورکړ شي چې اوبو ته زیاته اړتیا لري، زموږ د ټولو مسوولیت دی ترڅو د هېواد په ګوټ ګوټ کې خپل ولس لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې کړو.

همداراز د مؤسساتو د استازو خبرې په غور واوریدل شوې او غونډه د دعائیې په ویلو سره پای ته ورسیده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۸/۷ - ۸:۴۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشرۍ نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۱۳:۵۱
Background image

په ننګرهار ولایت کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د اوبو رسولو پراختیايي پروژو چارې پيل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د ننګرهار ولایت د خوګياڼو، روداتو،  پچيراګام ولسواليو په نویو کمپونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د څښاک پاکو  اوبو رسولو (۹) شبکو د جوړولو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۶ - ۹:۲۵
Background image

په ننګرهار ولایت کې د پاکو اوبو رسولو (۲۷) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت له لوري د ننګرهار ولايت په( ۱۷) ولسواليو او د تورخم سیمې په عمري کمپ کې د يوې لوی شبکې په ګډون د( ۱۴۸ )ميليونه افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو رسولو. . .

BACK TO NEWS