د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د تولیدي شرکتونو په ګډون ترسره شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې ریاست له لوري د پایپونو او اوبو مېټرونو د مشخصاتو، ارزونې او کنټرول کړنلارې غونډه د کلیو ودانیزو چارو مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي، د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس انجنیر حبیب الرحمن مبارز او د تولیدي شرکتونو د استازو په ګډون د کلیو ودانیزو چارو د کنفرانسونو په تالار کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د کلیو ودانیزو چارو مرستیال محترم الحاج محمد ارسلاح خروټي د تولیدي شرکتونو د رول، د کورنیو پانګونو او په هېواد کې د پانګونې پر اهمیت خبرې وکړې او وویل: هر هېواد باید پر خپلو پښو ودرېږي او خپلې ستونزې په خپله حل کړي. اوس وخت رارسېدلی چې زموږ هېوادوال په خپل هېواد کې پانګونه وکړي او د خپل هېواد په آبادۍ کې ونډه واخلي .
هغه د تولیدي شرکتونو له استازو وغوښتل چې د خپلو تولیداتو او خدماتو کیفیت له ملي او معیاري اصولو سره سم وساتي، څو د خلکو اړتیاوو ته په ښه توګه ځواب ووایي، او همدارنګه د خپلو شرکتونو د معیاري والي اسناد له وزارت سره شریک کړي.
وروسته د کلیوالي اوبو رسولو ریاست کارکوونکي انجنیر عزت الله بې ریا د پریزنټېشن له لارې د اوبو رسولو د پایپونو او اوبو مېټرونو د عمومي مشخصاتو په اړه ګډونوالو ته مفصل معلومات وړاندې کړل.
