داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا
Publish Date
Closing Date
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د تدارکاتو ریاست ټولو شرایط وړ داوطلبانو ته بلنه ورکوي ترڅو د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د اداري ریاست د (نلدواني، فلزکاري او حلبي سازي، برښنا او ایرکنډیشن، جنراټورونو او د اوبو تصفیه کولو دستګاه، معماري، رنګمالي، بسته کاري او نجاري، پاکي او صفائي توکي، چاپيریال ساتنه او په ژمي کې د دفترونو ګرمولو لپاره د اړتیا وړ اجناسو) تهیه او تدارک داوطلبۍ بهیر کې چې MRRD/1405/NCB/G-139 کوډ نمبر لرونکی دی ګډون وکړي، د شرطنامې یو نقل دې د ملي تدارکاتو (tenders.ageops.af ) سایټ څخه ډانلوډ او یا هم د سافت په بڼه د فلش ډیسک له لارې د ۱۴۰۵ کال د ثور میاشتې له ۳۰ نیټې څخه د ۱۴۰۵ کال د جوزا میاشتې تر ۲۰ نیټې پورې د دغه وزارت د تدارکاتو له ریاست څخه لاسته راوړي او خپل آفرونه د ضرب الاجل له مخې د تړون د درج شویو شرایطو سره سم په تړلي ډول د آفر سپارلو سره سم د ۱۴۰۵ کال د جوزا میاشتې ۲۰ نیټه چهارشنبې ورځ د سهار په ۱۰:۰۰ بجو کابل ولایت، شپږمه ناحیه، دارالامان نیله باغ سړک، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، دریم پوړ، تدارکاتو ریاست، د غیر مشورتي اجناسو او خدماتو تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
ناوخته رسیدلي او انټرنټي آفرونه د منلو وړ نه دي.
د آفر تضمین اړین نه دی.
