په کندز کې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰۶ کلیوالو کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابریږي
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري په کندز ولایت کې د ۵.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت ۵۰۶ کورنیو ته پاکو اوبو ته د لاسرسي زمینه برابریږي. پدې پروژه کې د پاکو اوبو یوه شبکه چې د ۶۰ زره لیټره اوبو د زیرمه کولو ظرفیت لري د کندز ولایت د علي آباد ولسوالۍ اړوند د عمرخیل ارباب ګل محمد پراختیایي شورا لخوا جوړیږي چې د جوړیدو کار یې ۳۹ سلنه پرمخ تللی دی.
دغه شبکه ۳۵۵۳ متره اوږدوالی، د ۲۰ او ۴۰ مکعبه مترو په ظرفیت د اوبو دوه جلا زیرمې او ۲۲ نلکې لري چې د کار په بهیر کې به یې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۲۱۴۵ کاري ورځې رامنځته شي.
