په تخار کې د کورني اقتصاد د پیاوړتیا ملي برنامه پیل شوه

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د کورني اقتصاد پیاوړیتا ملي پروګرام نن په تخار ولایت کې د یاد ولایت والي فضل الله مجددي، د ولایتي ادارې او د برنامې مسوولینو لخوا رسمآ پیل شو.
دا پروګرام په لومړني پړاو کې د تخار ولایت په دوو ولسوالۍ بهارک او تالقان کې ۲۵۵ کلي تر پوښښ لاندې راولي، چې په کې به ۲۵۵ د سپما ګروپونه، ۲۵۵ توليدي ګروپونه او ۲۵ تولیدي اتحادیې جوړې کړي.