په بغلان کې د ۱۹.۹ ميليونه افغانیو په ارزښت ۱۳ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۱۴:۵۴
بغلان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د بغلان ولایت د مرکزي بغلان په ولسوالۍ کې د ۱۹،۹ ميليونه افغانیو په ارزښت د ۱۳ پروژې ګټې اخېستنې ته وسپارل شوې.

 په دې پروژو کې ۵۵ د څښاک د اوبو نېمه ژورې څاګانې، د څښاک اوبو رسولو شبکې، ۱۶۹۵ متره اوږد کانال او  ۴۶۵ متره اوږد محافظوي دیوال جوړول شامل دي، چې ۲۳۱۲ کورنۍ به ترې ګټه اخلي.

د یادونې وړ ده، چې د دې پروژو په کاري بهیر کې د سیمې خلکو ته ۸۸۵۸ کاري ورځې هم رامنځته شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS