په جوزجان ولایت کې به سږ کال د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې پلي شي

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۱/۱۷ - ۸:۴۰
جوزجان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهنمل مجیب الرحمن کریمي نن په خپل کاري دفتر کې د جوزجان ولایت د قومي مشرانو او ځوانانو سره د یاد ولایت د ستونزو د اوریده په موخه ولیدل.

د لیدنې په پیل کې د جوزجان ولایت قومي مشرانو د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت د پلي شویو پروژو څخه خوښي څرګنده کړه، چې د کليوالو په ژوند یې جوت اغېز کړی او ورپسې د خپلې سيمې ستونزې او غوښتنې د کليو بیارغونې او پراختیا له وزیر سره شریکې کړې، چې د څښاک اوبه، د سربندونو جوړول، د ښوونځيو د ودانیو نشتون او د ترانسپورټي لارو جوړول یې مهمې وبللې.

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر دوی ته وویل،" چې سږ کال به په جوزجان ولایت کې د څه کم ۳۰۰ ميليونه افغانیو په ارزښت ۲۳۸ پرمختیايي پروژې په بېلابېلو سکتورونو کې پلي شي او د دې ترڅنګ به امکاناتو او د وزارت کاري ساحې ته په پام ستاسې نورو ستونزو ته هم د حللارې پیدا کړو."

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر زیاته کړه، چې د جوزجان په ۱۲۱ کلیو کې به د مېرمنو د کورني اقتصاد پیاوړتیا پروګرام پیل شي، چې څه کم لس زره خلک به تر خپل پوښښ لاندې راولي، د دوی لاسي صنایع به پیاوړي کړي او په کور دننه به ورته کاري فرصتونه ایجاد کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS