د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح خروټي له خوا ګډونوالو ته د تصدیق پاڼو په ویش سره پای ته ورسېد.
په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال د یاد روزنیز ورکشاپ د اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او وویل: مطبوعات په هېواد کې بنسټيز رول لري او تاسې باید د خپل هېواد د آبادولو په برخه کې د وزارت فعالیتونو ته مخلصانه او صادقانه خبري پوښښ ورکړئ، خپلې درسپارل شوې دندې مو په سمه توګه ترسره او د حقایقو پر بنسټ خلکو ته اطلاع رسونه وکړئ.
یاد ورکشاپ کې د وزارت ولایتي خبریالانو خپل وړاندیزونه، غوښتنې او ستونزې د وزارت له مشرتابه سره شریکې کړې.
د یادونې وړ ده چې د یاد ورکشاپ په پای کې د واخان سړک د پرانیستنې ښه رسنیز پوښښ او انعکاس په پار د باندنۍ رسنیو خبریالانو ته هم ستاینلیکونه وویشل شول.
