د تړون ورکولو د پریکړې خبرتیا
د خپریدو نېټه
د پای نېټه
په دې توګه د ملي تدارکاتو د ۱۵/۱۲/۱۴۴۷ نیټې د ۲۰۰۷۲ شمیره خبرتیا په تعقیب ټولو ته خبر ورکول کیږي چې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د ننګرهار ولایت د خوګیاڼو ولسوالۍ د سکندر وزیر درې له کلي تر سکندر وزیر درې تر مدرسې پوري د (۱،۲۷۵) کیلومتره جغلي سړک او د اوبو د تېرېدو ساختمان د جوړولو تړون چې MRRD/1405/NCB/W-430 تشخیصیه نمبر لرونکی دی ، د 105698 نمبر جواز لرونکی د پرویز انوري ساختماني او سړک جوړولو شرکت ته په ټولیز ډول ۲،۴۰۰،۰۰۰.۰۰ ( دوه میلیون څلور سوه زره افغانۍ) اعطا کړي.
هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په یاده برخه کې هر ډول اعتراض لري، کولای شي خپل اعتراض له دلایلو سره په لیکلې بڼه د دې اعلان له خپریدو څخه تر (۵) کاري ورځو پورې نیله باغ سړک، دارالامان، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت، د تدارکاتو ریاست ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د تړون لاسلیک کولو په مانا نه ده او د پورته یادې شوې نیټې او د وروستي قانوني طی مراحل تر بشپړیدو به تړون لاسلیک نشي.
