د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر صاحب له خوا په فراه ولایت کې د استنادي دیوالونو د جوړولو بنسټ ډبره کیښودل شوه
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب له خوا د فراه ولایت د مرکز اړوند په باغ کافي ، چهارباغ ، زوریا، حاجي محمد اباد باغپل او حیدرقولي کلیو کې د اسلامي امارت له بودیجې څخه د څه باندې (۶۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۲۳۹۰،۵) مترو په اوږدوالي د استنادي دیوالونو د جوړولو بنسټ ډبره نن د یوې غونډې په ترڅ کې کیښودل شوه.
په دې غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب، مل پلاوي، د فراه ولایت د والي مرستیال الحاج مولوي رحیم الله محمود، د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مولوي عبدالحی سباوون، د اقوام او قبایل رئیس الحاج مولوي تاج الدین منصور، د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئيس الحاج مفتي محمد نسیم سرهنګ، یو شمېر نورو مسئولینو، علماء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.
په یاده غونډه کې محترم وزیر صاحب ارزښتناکه وینا وکړه او وویل: د اسلامي نظام تقاضا دا ده چې په هېواد کې امنیت وي او کار اهل کار ته وسپارل شي او د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت تل هڅه کوي ترڅو د هېواد په ګوټ ګوټ کې په ځانګړي توګه هغو سیمو کې پراختیايي پروژې پلي کړي چیرته چې اړتیا ورته لیدل کیږي.
د یادو استنادو دیوالونو د کار په بهير کې به سلګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به یې د نوموړیو کلیو سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه،د استوګنې کورونه د سیلابونو او موسمي بارانونو له زیان څخه خوندي شي.
