د غزني ولایت په ناوې ولسوالۍ کې د اوبو بند د جوړولو چارې پیل شوې

noor_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۳ - ۱۲:۴۴
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د غزني ولایت د ناوې ولسوالۍ په فيضو  کلي کې د شاوخوا (۱۹) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو بند د بنسټ ډبره د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت د سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندازاده صاحب او مل پلاوي له خوا کیښودل شوه.

په یاده غونډه کې د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده ،مل پلاوي،د غزني ولايت د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس مولوي محمد قاسم اميني، د ناوې ولسوالۍ ولسوال، د سیمې علما‌‌ء کرامو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

په دغه مراسمو کې  سرپرست وزير الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب د ناوې ولسوالۍ ولسونو ته وینا وکړه او وويل: چې د ناوې ولسوالۍ هر کلۍ د مجاهدينو مرکزونه وو، تاسو هغه خلک ياست چې په هر وخت کې له مجاهدينو سره اوږه په اوږه ولاړ وﺉ او اوس موږ ستاسو په خدمت کې يو او له خپلو امکاناتو سره سم به ستاسو ستونزو ته رسېدنه کوو.

د اوبو دغه بند (۲۱۰) متره اوږدوالی، (۶) متره لوړوالی او د (۳۰۰۰۰) متر مکعب د اوبو ذخيره کولو وړتیا لري چې د کار په جریان کې به  یې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره او په بشپړیدو سره به يې د نوموړي کلي د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۳/۵ - ۸:۱۹
Background image

په پروان ولایت کې د (۱۷۵) بیلابیلو پراختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۴۵) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۷۵) پراختیايي پروژو چارې نن د یوې غونډې په ترڅ کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۱۵:۲۲
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده صاحب په مشري نن له غرمې مخکې د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې چې د کلیو د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۲/۱۰ - ۸:۱۲
Background image

په میدان وردګ ولایت کې د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د میدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د شاوخوا (۲۰۳) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۱۶) بیلابیلو پراختیايې پروژو چارې نن د یو لړ مراسیمو په ترڅ. . .

BACK TO NEWS