د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت کارکوونکو ته د کلیو پراختیا انسټیټیوت ریاست له خوا د عامه پوهاوي علمي سیمینار ترسره شو

noor_admin
شنبه ۱۴۰۳/۷/۷ - ۵:۲۳
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کارکوونکو لپاره د عامه پوهاوي یو ورځنی سیمینار نن له غرمې مخکې د دغه وزارت د مالي او اداري مرستیال الحاج مولوي عبدالرحمن حلیم، یو شمیر مرکزي رئیسانو او کارکوونکو په ګډون د کلیو پراختیا انسټیټیوټ په تالار کې ترسره شو.

د یاد سیمینار په پیل کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مالي او اداري مرستیال د دیني او عصري علومو د زده کړې پر اهمیت خبرې وکړې او وویل: تاسې باید د عصري علومو د زده کړې تر څنګ د دیني علومو زده کړه هم خپل ورځنی مکلفیت وګڼئ او د زده کړې لپاره یې جدي کوښښ وکړئ او همداراز هڅه وکړئ څو خپل کاري وړتیا لوړه او د علم زده کړې ته دوام ورکړئ.

دغه سیمینار د دعائيې په ویلو سره پای ته ورسېد.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۷ - ۶:۵۶
Background image

په ارزګان ولایت کې یوه پراختیايي پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د ارزګان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د دهراود ولسوالۍ په تنګي سیمه کې د څه باندې (۲۸) میلیون افغانیو په لګښت د یوه پراختیايي پروژې چارې بشپړې او ګټې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۴ - ۷:۲۸
Background image

په کندز ولایت کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د اوبو رسولو یوه شبکه ګټې اخیستنې ته شوه

د کندز ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په ښارګوټي کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د څه باندې (۳) میلیون افغانیو په لګښت د اوبو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۲۰ - ۷:۱۷
Background image

په پکتیا ولایت کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه څارنه ترسره شوه

د پکتیا ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د تخنیکي او انجنیري ټیم د دغه ولایت د مرکز اړوند  په (اوده) ډاګ سیمه کې د اوبو د یوه کوچني بند (چکډم) د کار له بهیر څخه چې د څه باندې (۹. . .

BACK TO NEWS