د کلیو د بیارغونې او ڀراختیا وزارت له لوري په هرات ولایت کې د اوبو یو کوچنی بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

noor_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲۳ - ۸:۴۲
1

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د هرات ولایت د زاول ولسوالۍ په آبگرمک کلي کې د څه باندې (۵،۴) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو د یوه کوچني بند د جوړولو چارې بشپړې او نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د سرڀرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندازده له خوا ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

ڀه یاده غونډه کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت سرپرست وزیر الحاج ملا محمد یونس اخندزاده، د هرات ولایت د کلیو د بیارغونې او ڀراختیا رئیس مولوي عبدالسلام هجرت، د وزارت د کلیوالي اوبو رسولو او روغتیا ساتنې رئیس انجنیر اسدالله عمار، د زاول ولسوال ملا عوض منیب، یو شمیر نورو مسوولینو، سپین ږیرو او ځوانانو ګډون کړی وو.

د اوبو دغه کوچنی بند (۷۷) متره اوږدوالی، (۶،۸) متره لوړوالی او د (۱۸۰۰۰) متر مکعب اوبو ذخیره کولو وړتیا لري چې د کار په جریان کې يې لسګونه تنه کاریګرو ته د کار زمینه برابره شوې وه.

د یاد کوچني بند په بشپړیدو سره د باران اوبه مهار او د ځمکې لاندې اوبو سطحه به برقراره وساتل شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS