د وزارت د معینانو ژوندلیک
د وزارت د پروګرامونو معین ژوند لیک
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین پوپل حبیبي په۱۹۷۷ زیږدیز کال کې په ننګرهار ولایت کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي او خپلې لومړنۍ زده کړې يې هم په یاد ولایت کې بشپړې کړې دي.
ښاغلی حبیبي د هېواد د رغښت او هېوادوالو د سوکالۍ لپاره د حکومتي او نړیوالو ادارو سره د هېواد دننه او بهر د کار کولو د ۱۵ کلونو څخه ډيره مسلکي او تخنیکي مخینه لري.
پوپل حبیبي د امریکا له معتبر پوهنتون (Future Generation ) څخه د ټولنې د پرمختیا په برخه کې ماسټري اخېستې، بله ماسټري یې د پاکستان (Preston University) څخه د عمومي ادارې او تجارت په برخه کې اخېستې ده او د ننګرهار له پوهنتون څخه د معالجوي طب په برخه کې سند لري.
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو له معیینت وړاندې یې د افغانستان د سولې د مذاکراتي ټيم سره د تخنیکي مشاور، د سولې د هوکړه لیک د ګډ کمیسیون اجرائوي رئیس او د سولې په عالي شورا کې د عملیاتي رئيس او د همدې شورا د اجرائوي دارالانشا د سرپرست په توګه دندې ترسره کړې دي.
همدارنګه د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د پروګرامونو معین له بېلابیلو نړیوالو ادارو سره مدیریتي دندې ترسره کړي، د بیلګې په توګه ښاغلي پوپل حبیبي د متحدو ایالتونو د سولې په انسېټیوټ کې د افغانستان د بودېجې د مسوول په توګه، د(GIZ) له موسسې سره د پلان، څارنې او ارزونې د مسوول په توګه او د (IRC) له موسسې سره د ارزونې د مسوول په توګه مسلکي او تخنیکې دندې مخته وړې دي.
ښاغلي پوپل حبیبي په امریکا، تایلینډ، هالینډ او پاکستان هېوادونو کې د پروژو د مدیریت، رهبرۍ، د ټولنې د پرمختیا او عامه اړیکو په برخه کې په ګڼو روزنیزو پروګرامونو کې برخه اخېستې ده.