په زابل کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
یکشنبه ۱۴۰۰/۳/۹ - ۹:۹
په زابل کې د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار روان دی

په زابل ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د ۳.۳ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د کاریز د جوړولو کار ۹۲ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د شهر صفا ولسوالۍ په سید محمدخان کلي کې له معیارونو سره سم د اوبو لګولو د کاریز څاګانې، د اوبو زیرمتون او د ۵۸۹ مترو په اوږدوالي د اوبو لګولو پوخ کانال د جوړیدو په حال کې دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۸۵۸ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۸۴۰ اوسیدونکي ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به هلته د ځايي بزګرانو ۲۵۰ جریبه کرهڼیزه ځمکه او باغونه د اوبو لګولو تر منظم پوښښ لاندې راشي.

 

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۰:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د بامیان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د بامیان ولایت له والي الحاج قاري ګل حیدر شفق سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د. . .

BACK TO NEWS