په ننګرهار کې د ۲۹۶ متره اوږد محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
چهارشنبه ۱۴۰۰/۲/۲۲ - ۹:۳
په ننګرهار کې د ۲۹۶ متره اوږد محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی

په ننګرهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال د جوړولو کار ۲۰ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د سپین غر ولسوالي په لوخي کلي کې له معیارونو سره سم د ۲۹۶ مترو په اوږدوالي پوخ محافظوي دیوال د جوړیدو په حال کې دی.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال ۱۴۳۸ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۲۲۴۰ اوسیدونکي ترې په مستقیم ډول ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې له لارې به هلته نه یواځې د ځايي بزګرانو لسګونه جریبه کرهڼیزه ځمکه بلکې د سیمې ګڼ شمیر کورونه هم د سیلابونو له ګواښ څخه خوندي کړلی شي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۵ - ۱۱:۲۷
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب په مشرۍ د مؤسساتو له استازو سره د اوبو او روغتیا ساتنې په تړاو د همغږۍ غونډه ترسره شوه.

په یاده غونډه کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۱۳ - ۱۲:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت له والي مولوی مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.

 

د لیدنې په پيل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۴/۶ - ۱۲:۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د لغمان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په داسې حال کې چې د دغه وزارت د پلان او پالیسي مرستیال مولوي شرف الدین مسلم هم شتون. . .

BACK TO NEWS