په سرپل کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې کار روان دی
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د اوبو رسولو او کلیوالي حفظ الصحې ملي پروګرام له لوري د سرپل ولایت د سانچارک ولسوالۍ په مهاجرین ده مرده کلي کې د ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو کار پای ته نږدې شوی دی.
دا شبکه ۱۸۶۲ متره اوږدوالی، یوه ۹۵ متره ژوره څاه، ۲.۲ کیلو واټه واټر پمپ، ۱۸ سولرونه او د ۲۰ متر مکعب په کچه یوه اوسپنیزه کانکریټي زیرمه لري او په جوړیدو سره به یې ۵۳۱ کورنۍ د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی ومومي.
