په کونړ ولایت کې د څښاک د اوبو دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

mrrd-admin
دوشنبه ۱۴۰۰/۱/۳۰ - ۱۰:۳۰
په کونړ ولایت کې د څښاک د اوبو دوې پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په کلیوالي سیمو کې د اوبو رسولو او حفظ ‌الصحې پروګرام له لوري د کنړ ولایت د مرکز اسعدآباد اړوند هجرت کلي او د وټه‌پورې ولسوالۍ اړوند شینګام کلیو کې د نږدې ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت چې د یونیسیف ادارې له خوا ورکړل شو د اوبو رسولو دوې لمریزې شبکې جوړې او د ځايي خلکو ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د څښاک د اوبو د یادو شویو شبکو په جوړېدو سره د څه باندې ۸۰ کورنیو، یوه ښوونځي، یوې مدرسې او یوه جومات د خلکو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې.

د اوبو رسولو یادې شوې شبکې، چې په لمریزو ښيښو (سولرونو) او نورو اړینو وسایلو سمبال دي، د لمر د انرژۍ پرمټ کار کوي او د خلکو تر کورونو د څښاک اوبه په نلونو کې ور رسوي.

د پروژو د جوړولو چارو دغه راز د ځايي خلکو لپاره شاوخوا ۲۵۰ کاري ورځې هم رامنځته کړې وې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS