د « چهارشنبه علمی» لسم سیمینار تر سره شو

mrrd-admin
پنجشنبه ۱۴۰۰/۱/۱۲ - ۸:۵۹
د « چهارشنبه علمی» لسم سیمینار تر سره شو

 

د افغانستان د کلیو پراختیا انسټیټیوټ د « چهارشنبه علمی» لسم سیمینار تر سره کړ چې سرلیک یې و « د سیمه ییزو همکاریو رول او د کلیو په پرمختیا کې یې ارزښت» سیمنار د اقتصاد وزارت د ستر سلاکار سهراب بهمن په وینا سره د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت ۷۰ تنو مرکزي کارمنانو او په انلاین توګه ولایتي کارمنانو ته پیل شو.

سهراب بهمن د خپلو خبرو په ترڅ کې د سیمه ییزو همکاریو رول او د کلیو په پرمختیا کې یې ارزښت ته کتنه وکړه او ویې ویل « کلي له ښارونو بیل نه دي او د هیواد بې وزلي پوړونه په کلیو کې ژوند کوي. د کلیو د اقتصاد وده د هیواد د تولیدي بنسټونو د ځواکمنتیا لامل ګرځي او سیمه ییزې همکارۍ له سیمې سره د هیواد د تړلو سبب ګرځي»

ښاغلي بهمن همدا راز وویل چې د هیواد او کلیو د پرمختیا لپاره، مارکیټ جوړونه، د سیمه ییزې همکارۍ رامنځ ته کول او کیفیت لرونکې زده کړې له مهیمو ارزښتونو څخه دي او باید پام ورته وشي.

د سیمینار په پای کې د وزارت د مشرتابه پلاوي له خوا سهراب بهمن ته د هغه د همکارۍ او زیار په پار د مننې لوحه ورکړل شوه.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې په افغانستان کې د چین هېواد له سفیر ژاو شینګ او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د دې لیدنې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۳ - ۸:۳۶
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال ټکنالوژۍ پارک څخه لیدنه وکړه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیو د آبادۍ چارو محترم معین الحاج محمد ارسلاح خروټي نن وروسته له غرمې په داسې حال کې چې د سرک جوړونې رئیس مولوي فضل الرحمن عاصم، د کلیوالي پراختیا. . .

BACK TO NEWS