په کندهار کې د ۱۷.۶۵ کیلوواټه بریښنا د شبکې کار بشپړ شو

mrrd-admin
شنبه ۱۴۰۰/۱/۷ - ۹:۴۸
په کندهار کې د ۱۷.۶۵ کیلوواټه بریښنا د شبکې کار بشپړ شو

د کلیوبیارغونې او پراختیاوزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د کندهار ولایت سپین بولدک ولسوالۍ په حاجي قاسم کلي کې د ۶.۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱۷.۶۵ کیلوواټه بریښنا د شبکې کار بشپړ اوګټې اخستنې ته وړاندې شو.

دا شبکه ۳۳۰ واټه ۸۲ سولر تختې، ۲۰۰ امپیره ۵۲ بټرۍ او ۵.۴۳۸ کیلومتره مزی لري. او د پلي کیدا په ترڅ کې یې ۶۳۴ کاري ورځې رامنځته شوې دي.

د یادولو وړ ده چې ددې شبکې په بشپړیدو سره ۱۵۰ کورنیو بریښنا ته لاسرسی وموند.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS