په ننګرهار کې د ۱.۲۶ کیلومتره اوږد محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی

mrrd-admin
یکشنبه ۱۳۹۹/۱۰/۷ - ۱۴:۲۷
په ننګرهار کې د ۱.۲۶ کیلومتره اوږد محافظوي دیوال د جوړولو کار روان دی

په ننګرهار ولایت کې د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري د محافظوي دیوال د جوړولو کار ۸۳ سلنه مخ ته تللی دی. د دغې پروژې په ترڅ کې د یاد ولایت د بټي کوټ ولسوالي په چهاردهي کلي کې د ۱.۲۶کیلومترو په اوږدوالي محافظوي دیوال په پاخه ډول جوړیږي.

د یادې پروژې د تطبیق پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۱۰۵۸۳ کاري ورځې رامنځته کیږي او په بشپړیدو به یې د سیمې ۱۸۲۰ اوسیدونکي ترې ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د دغې پروژې په بشيړیدو به د سیمې سلګونه جریبه کرنیزه ځمکه، باغونه او ګڼ شمیر کورونه د سیلابونو له زیان څخه خوندي شي

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۱۹ - ۱۴:۰
Background image

د کليو د بيا رغونې او پراختيا وزارت محترم وزیر صاحب غزني او زابل ولایتونو ته سفر وکړ

د کليو د بيارغونې او پراختيا وزارت محترم وزير الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب د مل پلاوي په ملتیا غزني او زابل ولایتونو ته د کاري سفر په ترڅ کې د یادو ولایتونو د کلیو د بیارغونې او. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۷ - ۸:۲۴
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د نورستان ولایت له والي او قومي مشرانو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د نورستان ولایت له والي ذین العابدین عابد او د یاد ولایت قومي مشرانو سره لیدنه وکړه.

. . .
یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۲۷ - ۱۴:۲۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د اهل تشیع مخور سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اهل تشیع له مخور سید حسن فاضل زاده او استازو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې. . .

BACK TO NEWS