په فراه کې له ۱۰۰ اړمنو کورنیو سره د ۳۵۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه
د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د غله جاتو د بانک له لوري د فراه ولایت مرکز اړوند د تجگ، قلعه ارباب، خواجه احمد، تیوسک او حیدر قلي کليو د پراختیایي شوراګانو په مرسته د خوراکي توکو مرستې وویشل شوې. دغه مرستې د ولسي تړون د ټولنیز ګډون لپاره د مالي وجهې (SIG) پروګرام له لوري شوې وې، چې اړمنو کلیوالو ته وړاندې شوې. پدې مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، بوره او لوبیا شامل وو.
