په غور کې د ۱۵ پراختیایي پروژو کار بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د کلیو بیارغوني او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د غور ولایت کې د لعل او سرجنګل ولسوالۍ په بېلابېلو کلیو د ۲۵ میلیونو افغانو په ارزښت ۱۵ پراختیایي پروژې بشپړې شوې دي. په دې پروژو کې د اوبو رسولو شبکې، د لمریزې بریښنا شبکې او د کرنیزو اوبو لګولو زیرمې شاملې دي. دغه پروژې کابو ۱۰۰۰ کورنۍ ترې ګټه اخلي او په تطبیق کې یې تخنیکي او ناتخنیکي کاریګرو ته ۱۳۴۳۳ کاري ورځې رامنځته شوې.
