په پنجشیر کې د ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو دوه شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
د کلیو بیارغونې او پرختیا وزارت د ولسي تړون ملي پرګرام له لوري د پنجشیر ولایت د ابشار ولسوالۍ په پرنګال او قلعه کليو کې د ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت د اوبو دوه شبکې جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
په دغو شبکو کې یوه شبکه د ۱.۸۱۳ کیلو مترو په اوږدوالي د ۱۴ مترو مکعب په ظرفیت یوه ذخیره او ۱۱ شیردانونه لري او همدا راز د پرنګال کلي شبکه د ۴.۶۲۹ کیلو مترو په اوږدوالي د ۱۴ مترو مکعب په ظرفیت یوه ذخیره او ۱۱ شیردانونه لري.
