په تخار کې څه باندې ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۱۰ متره استنادي دیوال جوړ شو
د کلیو بیا رغونې او پرختیا وزارت د سیمه ییزو پروګرامونو د همغږی دفتر له لوري د تخار ولایت د رستاق ولسوالۍ په جغیان کلي کې څه باندې ۳ میلیونو افغانیو په ارزښت ۲۱۰ متره استنادي دیوال ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
نوموړې پروژې ۱۱۸۳ کاري ورځې رامنځته کړې وې او په بشپړیدو سره یې د سیمې ۱۶۳۵ کسان له ګټې برخمن شول. ددې پروژې په رغښت لسګونو جریبه کرنیزه ځمکه او د سیمې محلونه د سیلاب له تخریبه په امان شول.
