په کندهار ولایت کې د کلیوالي اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام سپماګروپونو ته ۷ ورځنی ورکشاپونو پیل

mrrd_admin
شنبه ۱۳۹۹/۷/۲۶ - ۱۰:۱۵
په کندهار  ولایت کې د کلیوالي  اقتصاد د پياوړتیا ملي پروګرام سپماګروپونو ته ۷ ورځنی ورکشاپونو پیل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام د سویلي زون مرکز کندهار ولایت په ډنډ او دامان ولسوالیو کې د سپماګروپونو غړو ته ۷ ورځنی روزنیز ورکشاپ پیل شو.

په دې روزنیز ورکشاپ کې د ۶۴ سپماګروپونو ۴۵۹ غړو ګډون کړی وو، چې د پروګرام د موخو سربېره یې په ګروپ کې د غړیتوب، د سپما د ارزښت، مالي سرچینو ته د لاس ‌رسۍ او په سپماګروپونو کې د پورونو د راکړې ورکړې د مدیریت په برخو کې روزنې ورکول کیږي.

د یادونې وړ ده، چې د ډنډ او دامان ولسوالیو په ۱۴ کلیوالي شوراګانو کې به د سپماګروپونو د غړو لپاره د ورکشاپونو دا لړۍ د یوې اونې لپاره روانه وي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۲ - ۴:۴۲
Background image

د لوګر ولایت په اړوندو سیمو کې د یوې پايې کانکریټي پل د جوړولو چاري پیل شو

د لوګر ولایت د مرکز اړوند د بیدک په کلي کې د (۲۰ ) مترو په اوږدوالي د یوه کانکریټي موټررو پل د جوړولو چارې، دڅه باندې (۱۳) میلیون افغانیو په لګښت، د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۶:۸
Background image

په بغلان ولایت کې د اوبو رسولو (۱۰) شبکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د بغلان ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست له لوري د دغه ولایت په دهنه غوري، نهرین، برکه، دوشي، خنجان او بنو ولسواليو کې د څه باندې (۴۲.۶) میلیونه افغانیو په لګښت د اوبو رسولو (۱۰. . .

BACK TO NEWS