په تېره یوه میاشت کې د هېواد په اتو ولایتونو کې ۴۵۰۰ کورنیو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوې

Ehsan_admin
جمعه ۱۳۹۹/۱/۲۹ - ۱۹:۵۷
آبرسانی

د کليو بیارغونې او پراختیا وزارت کلیوالي سیمو ته د اوبو رسولو ملي پروګرام له لوري د روان کال په تېره میاشت کې د هېواد په اتو ولایتونو( د بامیانو په مرکز، د خوست ولایت په مرکز متون، تڼيو، علیشیرو او تریزیو ولسوالیو کې، د کندوز ولایت په دشت ارچي او امام صیب ولسوالیو کې ، د کندهار ولایت په پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې، د ننګرهار ولایت په کوټ او کوز کونړ ولسوالیو کې ، د کونړ ولایت په اسمار ولسوالۍ کې ، د فاریاب ولایت په المار ولسوالۍ کې او د پکتیا ولایت په احمد خېلو ولسوالۍ) کې د څښاک او کرنیزو ځمکو د اوبه خور په برخه کې ۲۵ پروژې پلي شوي، چې ارزښت یې څه باندې ۶۲ ميليونه افغانۍ ؤ او ۴۵۰۰ کورنیو ته یې د څښاک پاکې اوبه برابرې کړې.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS