په ۱۳۹۸ کال کې په تخار کې د ۱.۱۷۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت ۱۵۷ پروژې بشپړې شوي

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۱/۵ - ۱۴:۳۵
تخار

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په ۱۳۹۸ لمریز کال کې د تخار ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د ۱.۱۷۲ میلیاردو افغانیو په ارزښت د کرنې، ترانسپورت، ټولنیز خوندیتابه، بریښنا او د څښاک د اوبو چمتو کولو په برخه کې ۱۵۷ پروژې بشپړې کړي او ګټې اخستنې ته سپارلې دي، د تخار ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس صبغت الله نظري د  ۱۳۹۸ ل کال د فعالیتونو او لاس ته راوړنو د بیانولو پر مهال یوې غونډې وویل چې ددې پروژو په ترڅ کې ۱۹۵ زره ۱۴۲ کارګرو ته کاري ورځې رامنځ شوې وې او ۷۱ زره او ۵۸۴ کورنۍ ترې نیغ په نیغه ګټه پورته کوي نوموړي وویل هغه ۳۶ پروژې چې په یاد کال کې د همکارو موسسو له خوا تر کار لاندې وې ۲۶ پروژې یې بشپړې شوي او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS