په بدخشان کې د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یو کانال د محافظوي دیوال د جوړولو کار بشپړشو
د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام له لوري د څه باندې ۲ میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو لګولو د یوکانال د محافظوي دیوال د جوړولو کار د بدخشان ولایت د تیشکان ولسوالۍ اړوند د ارغندکان کلي د پراختیایي شورا له خوا بشپړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د دغې پروژې اوږدوالی ۱۰۳ متره او لوړوالی یې ۳ متره دی چې د پروژې د جوړولو په بهیر کې ماهرو او غیرو ماهرو کاریګرو ته ۱۳۲۴ کاري ورځې رامنځته شوي او د کلي ۲۷۲ کورنۍ به ترینه ګټه پورته کړي. د یادونې وړ ده چې د نوموړي کانال په ګټې اخیستنې سره به د کلیوالو ۱۰۰ جریبه ځمکه خړوبه شي.
