په غور ولایت کې د ټرانسپورټي پله د جوړولو پروژه بشبړه شوه
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په غور ولایت کې د ټرانسپورټي پله د پروژې کار چې څه باندې ۶ میلیونه افغانۍ لګښت یې درلود بشپړ شو. د دغې پروژې په لړ کې چې د مالیې وزارت له لوري تمویل شوې د یاد ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالي په عبدل بارک کلي کې د ۱۵ مترو په اوږدوالي ټرانسپورټي پل په پاخه ډول جوړ شو. د یادې پروژې د تطبیق د بهیر پر مهال ۴۴۴۶ کاري ورځې رامنځته شوي او د سیمې ۵۰۰۰ کسه ترې ګټه پورته کوي.
