پر بیرته راستنیدونکو غالۍ اوبدونکو د خوندیتابه توکي وویشل شول

Ehsan_admin
سه‌شنبه ۱۳۹۸/۸/۲۱ - ۹:۳۰
قالین بافی

د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام له ‌خوا د بېرته را ستانه شویو افغانانو سره د مرستې په توګه د حفاظتي تدابیرو په مناسبت نن د پلازمېنې کابل د کلیو پراختیا په ریاست کې یو شمېر وسایل وویشل شول، په دې وسایلو کې د غالیو اوبدلو لپاره جامې، خځلنۍ، ملابند او د بدني روغتیا ساتنې په موخه چې د کار پر مهال پاکه هوا تنفس کړي؛ ماسکونه/پوزبندونه ووېشل شول. هېواد ته د بېرته راستنېدونکیو افغانانو لپاره د تشبثاتو د پرمختیا پروژه له څه باندې یو کال راهیسې د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام تر سیوري لاندې فعالیت لري، چې د پلازمېنې کابل په ګډون یې ۷ ولایتونه تر پوښښ لاندې نیولي. یادې پروژې په دې موده کې د پلازمېنې په ګډون د هېواد په ۷ ولایتونو کې نږدې ۵۰۰۰ د غالیو اوبدلو کارګاوې په بېرته راستنو شویو هېوادوالو ویشلي، چې په دې توګه یې نږدې پنځلس زره هېواد والو ته د غالیو اوبدلو او پروسس په سکتور کې بوختیاوې پیدا کړې ‌دي. د یادونې وړ ده چې دا پروژه د غالیو اوبدلو په برخه کې هېواد ته د بېرته راستنو شویو هېوادوالو لپاره د روزنیزه لیدنو سربېره، له مارکېټ سره د اړیکو په برخه کې د تولیداتو د پلورنې په موخه اسانتیاوې برابروي، چې اوس یې په دې سکتور کې د حفاظتي تدابیرو یا خوندي ساتنې لپاره نږدې د ۷ میلونه او پنځه سوه زره افغانیو خوندي کونکي وسایل را نیولي، چې په لومړي ځل یې د دې پروژې ۶۰ ګټه اخیستونکو ته په پلازمېنې کابل کې د وسایلو ویش ترسره کړ. د خوندیتابه وسایلو د ویش دا لړۍ په کابل کې د یادې پروژې په ګټه اخیستونکو روانه او په ولایتونو کې به هم په نږدې وخت کې پیل شي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS