په هرات کې د ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د څښاک د اوبو د یوې شبکې کار روان دی

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د ولسي تړون پروګرام له خوا د کرخ ولسوالۍ په قلعه میر کلي کې د څښاک د اوبو چمتو کولو د یوې شبکې کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی، پر دې شبکې ۱.۵ میلیونه افغانۍ لګښت کیږي. دا شبکه ۱۲۰۰ متره اوږدوالی لري چې یوه ژوره څاه، د لمریزې بریښنا د اوبو پمپ او د ۱۵ زره لیټره اوبو په ظرفیت یوه د اوبو زیرمه هم ورسره تړلي. ددې پروژې په بشپړتیا سره به ۳۲۰ تنه کلیوال وګړي د څښاک پاکو او صحي اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.