په لغمان کې د  ۲۰۰ پرمختیایي پروژو کارونه  روان دي

content_manager
پنجشنبه ۱۳۹۸/۶/۱۴ - ۸:۳۸
ملاقات با والی لغمان

د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د لغمان والي محمد اصف ننګ سره د یاد ولایت د ستونزو اوریده په موخه په خپل دفتر کې ولیدل. د لیدنې په سرکې د لغمان والي د کلیو بیارغونې او پراختیا وزیر سره د یاد ولایت ستونزې شریکې کړې، چې د څښاک اوبو، د سیلابونو د محنیوي په پار د استنادي دیوالونو او ترانسپورټي لارو جوړولو غوښتنې یې تر نورې مهمې یادې کړې.
د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي  وویل، چې په لغمان کې ۵،۱ ميليونه ډالرو په ارزښت د ۲۰۰ پرمختیایي پروژو کارونه روان دي، چې سل زره خلک به ترې ګټه اخلي او په روان کال ۵۰ نورې پرمختیایي پروژې پلي شوې، چې خلکو ته یې ګڼې اسانتیاوې رامنځته کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS