د پرمختیايي شوراګانو درې ورځنی ملي کنفرانس په کابل کې پيل شو

content_manager
شنبه ۱۳۹۸/۶/۹ - ۱۵:۵۱
کنفرانس میثاق شهروندی

د کليو بيارغونې او پرمختيا وزارت د ولسي تړون ملي پروګرام د پرمختیايي شوراګانو درې ورځنی ملي کنفرانس نن شنبه د وږي میاشتې په نهمه نېټه د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې او روغتیا وزارت د معینانو او د مالیې، کرنې او پوهنې وزارتونو د رییسانو په حضور کې د کابل د لویې جرګې په تالار کې پیل شو.
په دې کنفرانس کې چې د افغانستان د ۳۴ ولایتونو د ۱۲۳ ولسوالیو د پرمختیايي شوراګانو ۱۷۰۰ کسانو برخه اخېستې، د ولسي تړون ملي پروګرام د لاس ته راوړنو، ننګونو او راتلونکي په اړه په کې خبرې او د نظرونو ادلون بدلون کیږي.
د کلیو بیا رغونې او پرمختیا وزیر په خپلې پرانيستونکې وینا کې وویل:"دا زما لپاره د ډیرې خوښۍ ځای دی چې یو ځل بیا په دې ستره غونډه یانې د ولسي تړون ملي پروګرام د پرمختیايي شوراګانو په مشورتي ملي کنفرانس کې له تاسو سره یم. د دې ملي کنفرانس یو ارزښتمن او د پام وړ اړخ دادی چې یو ځل بیا له تاسو او په ځانګړي ډول د پرمختیايي شوراګانو له زړه سواندو او ریښتینو استازو سره د لیدو کتو وخت په لاس راکوي څو د نظرونو تبادله په کې وکړو او د خپل هیواد په لوېشت، لوېشت کې د هیوادوالو د پرمختیا او سوکالۍ داعیې ته تحقق وبښو." ښاغلي کریمي همدا راز وویل تر اوسه څه باندې ۱۲۰۰۰ کلیوالي شوراګانې جوړې شوې دي، او ۸۵۰۰ پروژې د پلي کیدو په حال کې دي چې له دې ټولګې ۲۰۰۰ پروژې بشپړې او ګټې اخستنې ته سپارل شوې دي چې ګټه یې په ۳۴ ولایتونو کې څه باندې ۱۰ میلیونه وګړو ته رسیدلې ده او ددې پروژو په اوږدو کې کلیوالي خلکو ته څه باندې ۱۴ میلیونه کاري ورځې برابرې شوې دي.
په پام کې ده چې د کنفرانس پر دریمه ورځ تر ګروپي کار وروسته د پرمختیايي شوراګانو استازي خپل نظرونه او غوښتنې ولسمشر ته وړاندې کړي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۲۹ - ۱۰:۳۴
Background image

په پروان ولایت کې (۱۸۳) بیلابیلې پراختیايي پروژوې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د پروان ولایت په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې (۲۷۰) میلیونه افغانیو په لګښت د (۱۸۳) پراختیايي پروژې د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۳ - ۹:۱۵
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت له لوري د مؤسساتو له استازو سره د همغږۍ غونډه ترسره شوه

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور په مشرۍ نن له غرمې مخکې د چارو د ښه والي، ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ په موخه د مؤسساتو له استازو سره ناسته ترسره. . .

شنبه ۱۴۰۴/۱۱/۱۱ - ۱۳:۴۳
Background image

بلنلیک

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې د پرمختیايي او بشري مؤسساتو سره د چارو د بهبود ، د ښې همغږۍ او متوازن پرمختګ لپاره ناسته وکړي.

محترمو مؤسساتو ته په ډیر درنښت بلنه. . .

BACK TO NEWS