پکتیکا کې د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې شوې او د ځینو یې کارونه روان دي

content_manager
چهارشنبه ۱۳۹۹/۷/۱۶ - ۱۴:۱۰
پکتیکا کې د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې پلې شوې او د ځینو یې کارونه روان دي

د پکتیکا ولایت په نږدې ټولو ولسوالیو کې د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت لویې او وړې پروژې پلې شوې او د پاتې نورو یې کارونه روان دي.

د پکتیکا ولایت د کلیو بیا رغونې او پراختیا رییس انجینرمومین افغان وايي، چې تر اوسه ۲۰۳ پروژې د ۶۱۵ مېليونه افغانیو په لګښت پلې شوې او د ۱.۹ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت د ۲۹۵ نورو پروژو کارونه روان دي، چې ډېری برخه یې په یاد ولایت کې د اقراء برنامې له لوري پر مخ وړل کېږي.

د اقراء په نوم د یاد ملي پروګرام له لارې د هېواد په ډېریو ولایتونو کې د ښوونځيو لپاره ودانۍ جوړېږي او تر اوسه پکتیکا کې د دغه برنامې له لارې ۱۲۹ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې او د ځینو رغنیزې چارې روانې دي.

انجینر مومین افغان زیاته کړه:(( ولسي تړون ملي پروګرام د پکتیکا ولایت په مرکز ښرنه، یحی خېل او جانې خېل ولسوالیو کې فعالیت کوي او ۳۰۵ ډیزاین شوې او منظورې شوې پروژې په یاد پروګرام کې لرو، له ۱۳۹۸ کال راهیسې مو تر اوسه ۱۴۵ پروژې بشپړې کړې او د ۱۳۱ نورو هغو کارونه جریان لري.))

هغه وویل، چې په یاد پروګرام کې ۲۶ پروژې نوې منظورې شوې دي، چې د یادو او نورو ټولو ۳۰۱ پروژو ټوله بودیجه ۴۸۵.۳ مېلیونه افغانۍ کېږي.

د مومین په خبره، چې د ولسي تړون ملي پروګرام له لارې د ۱۳۱ پروژو کارونه نږدې بشپړېدونکي دي، چې لدې وروسته به هڅه وشي، چې دغه ملي برنامه د پکتیکا ولایت نورو ولسوالیو ته هم وغځول شي.

هغه زیاته کړه، چې دغه ریاست د کوچیانو لپاره هم بېلابېل پروګرامونه او پروژې په پلان کې لري او تر اوسه یې ورته ۲۴ شوراګانې جوړې کړې او په راتلونکې کې به د یادو شوراګانو پر مټ د پروژو د تطبیق لپاره بودیجه انتقال شي.

د ولسي تړون ملي پروګرام تر چتر لاندې د اقراء په نوم د یوې بلې برنامې له لارې د پکتیکا ولایت په مختلفو ولسوالیو کې ۱۸۵ ښوونځیو ته ودانۍ جوړېږي او تر اوسه یې په ۱۳ ولسوالیو کې د ۵۶ ښونځیو ودانۍ ګټې اخیستنې ته اماده دي.

د پکتیکا ولایت د کلیو بیارغوونې او پراختیا رئیس افغان زیاته کړه، چې په یاد ولایت کې د کلیوالي لار جوړولو پروګرام له لارې هم په مرکز ښرنه، زرغون شهر او سروضه ولسوالیو کې د حفظ و مراقبت ۳۷ کیلو متره سړکونو کارونه پایته رسیدلي او همدارنګه د تېر ۱۳۹۸ کال په وروستیو کې په ارګون ولسوالۍ کې د ۱۲۰ مېلیونه افغانیو په لګښت ۸.۰۶ کیلو متره قیر شوی سړک جوړ شوی دی.

رئیس زیاته کړه، په روان ۱۳۹۹ کال کې پلان لري، چې ۳۱.۶ کیلو متره سپالټ سړک او ۸ کیلو متره ژغلین سړک د پکتیکا ولایت په ارګون، مرکز ښرنه، یحی خېل، زرغون شهر او جانې خېل ولسوالۍ کې جوړ شي.

هغه وویل، چې یاد ریاست د سیمه ئیزو برنامو د همغږۍ پروګرام له لارې د کارېزونو، پلونو، استنادي دېوالونو او کانالونو پروژې پکې شاملې دي او پر مټ یې تر ډېره اوبه مدیریت کېږي.

د دغه پروګرام پواسطه په مرکز ښرنه، ارګون، زېړوک او یوسف خېل ولسوالیو کې ۱۷ بېلابېلې پروژې تر کار لاندې لري، چې ټولټال به ۱۲۶ مېلیونه افغانۍ مالي لګښت ورباندې راشي.

نوموړی رئیس همدارنګه وايي، د کلیو بیارغوونې او پراختیا ریاست د اوبو رسونې ملي پروګرام له لارې پکتیکا کې ۱۲ د پاکو اوبو رسوونې شبکې پلان کړې، چې د ځينو کارونه یې خلاص او یو شمېر نورې یې بیا تر کار لاندې دي.

د رئیس په خبره، چې د دغو پروژو په تطبیق سره به یې ۱۵۵۰۰ پکتیکاوالو ته څښاک پاکې اوبه برابرې شي او تر ډېره به هغو امراضو مخه ونیول شي، چې له ناپاکو اوبو راپیدا کېږي.

د دغه پروګرام له لارې تر اوسه ۲۲ بېلابېلې پروژې د ۵۶ مېلیونه افغانیو په مالي لګښت بشپړې شوې او د اوبو رسوونې سترې شبکې، څاه ګانې او صحي تشنابونه پکې شامل دي.

د کلیو بیارغوونې او پراختیا ریاست د پکتیکا ولایت د سرحدي ولسوالیو اوسېدونکو لپاره د پایدارې انرژۍ پروګرام هم په پلان کې لري، چې له مخې به یې د ووړممۍ، تروو، ګیان او ګومل ولسوالیو خلکو ته د سولر سیسټم پر مټ د برق غمه وخوري.

تر اوسه په په تروو کې ۱۹۹۰۰، په ګومل کې ۸۳۵۰، برمل کې ۷۰۰ ، ګیان ولسوالۍ ۵۷۸۵ او په ووړممۍ کې ۴۶۸۵ ، چې مجموعي ۲۷۸۱۰ کورنۍ کېږي، سروې شوې او په راتلونکي کې به د برق له سیسټم څخه برخمنې شي.

انجینر مومین افغان وویل، چې په ټوله کې د کلیو بیارغوونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت ټولولسوالو ته خدمتونه رسولي او د اړتیا له مخې ورته پروژې پلې کوي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۱:۳۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د یونیسف دفتر له استازې او مل پلاوي سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پیل کې د یونیسف دفتر. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۸/۵ - ۱۰:۵۱
Background image

د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو درې ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د ولایتي ریاستونو خبریالانو لپاره د وړتیا لوړولو روزنیز ورکشاپ نن د یوې غونډې په ترڅ کې د دغه وزارت د کلیو ودانیزو چارو مرستیال الحاج محمد ارسلاح. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۸/۳ - ۱۱:۳
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز له قومي مشرانو او مخورو سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې. . .

BACK TO NEWS