په کونړ ولایت کې د بولډر ډوله استنادي دیوال د پروژې کار به ژر بشپړ شي

Ehsan_admin
شنبه ۱۳۹۸/۱۰/۷ - ۱۵:۳۹
کنر

د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د سیمه ییز پروګرام له لوري په کونړ ولایت کې د بولډر ډوله استنادي دیوال د پروژې کار ۳۵ سلنه مخ ته تللی چې له ټاکلي مهال ویش سره سم به بشپړ شي. دغه پروژه چې د کونړ سیند د مهارولو په موخه تطبیقیږي تر دې دمه یې د ۲۸ برخو د تطبیق تړونونه له اړوندو کلیوالي پرمختیايي شوراګانو سره لاسلیک شوي او د تطبیق چارې یې د پروپوزل مطابق دوام لري.
په ټوله کې د دغې پروژې د تطبیق د بهیر پر مهال چې له ملي بودیجې تمویل شوې ۳۵۰ زره کاري ورځې رامنځته کیږي چې له بشپړیدو وروسته به د سیمې  ۲۵۰ زره کسه ترې ګټه واخلي.
په هیواد کې د بهیدونکو اوبو مدیریت او ترې سالمه ګټه اخیستنه هغه لومړیتوب دی چې حکومت یې په اړه ځان ژمن ګڼي. له همدې امله د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د کونړ د سیند په دواړو اړخونو کې د بولډر ډوله استنادي دیوال د جوړیدو لپاره ملا تړلې څو په دې توګه نه یواځې د دغه سیند د طغیاني کیدو له امله د سیند په شا او خوا کې پرتو کرنیزو ځمکو او کورونو ته د زیان د ور رسیدو مخه ونیول شي بلکې له دغو اوبو څخه به د چاپیریال د خوندي کیدو او د ځايي اوسیدونکو د اقتصاد د پیاوړي کیدو په لار کې هم کار واخیستل شي.
د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت په بریالي ډول د دغې پروژې د تطبیق په لار کې ځان ژمن ګڼي له همدې امله د دغه وزارت تخنیکي ټیم د کار په سیمه کې موجود دی څو له تخنیکي اړخه پروژه وخت پر وخت وڅاري. د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت همدا راز پر ځايي ولس غږ کوي څو په ښه توګه د دغې پروژې د تطبیق په لار کې د خپل فردي نظارت له لارې په بریالي ډول د نوموړې پروژې د تطبیق په برخه کې له دغه وزارت سره پوره مرسته وکړي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۸ - ۱۳:۵۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د کاپیسا ولایت د والي له مرستیال شیخ اسدالله سنان او د کلیو د بیارغونې او پراختیا. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

BACK TO NEWS