په کندهار کې د داخلي تولیداتو ستر نندارتون جوړ شو

mrrd-admin
سه‌شنبه ۱۳۹۹/۱۰/۹ - ۱۴:۴۰
په کندهار کې د داخلي تولیداتو ستر نندارتون جوړ شو

د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا ملي پروګرام، لسو تنو ګټه اخیستونکیو په سویل لویدیز زون کندهار ولایت کې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له ‌خوا په جوړ شوي درې ورځني نندارتون کې ګډون وکړ.

دا نندارتون، چې له داخلي تولیداتو څخه د ملاتړ په موخه د کندهار ولایت په شاهي صالون کې د دریو ورځو لپاره جوړ شوی، څه دپاسه پنځوسو سوداګریزه موسسو ته یې د سیمه ییزه تولیداتو د پلورنې زمینه برابرې کړې ده.

یو شمېر تولیدات لکه: وطنی جامې، په لاس ګنډل شوي یخنونه، د ماشومانو لباسونه، له مریو څخه جوړ د ښکلا او تزین وسایل، خوراکي توکي او نور کلیوالي تولیدات په دې نندارتون کې د نندارې او پلورنې په موخه وړاندې شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې دا نندارتو به د راتلونکي یوې بلې ورځې لپاره هم په یاده سیمه کې دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۳:۱۰
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د هلمند ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د هلمند ولایت له والي مولوي امان الدین منصور او د کلیو د بیارغونې او پراختیا رئیس. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۰:۱۲
Background image

خبرتیا

د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت په پام کې لري چې خپل (۱۲۱) عرادې وسایط په ۱۴۰۵/۱/۱۸ نېټه د سې شنبې په ورځ د لیلام پروسې له لاري خرڅ کړي.

شرکتونه او اشخاص که د رانیولو لپاره علاقمندي. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۵ - ۹:۱۹
Background image

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر د پروان ولایت له والي سره وکتل

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت محترم وزیر الحاج ملا عبداللطیف منصور صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د پروان ولایت له والي شیخ عزیزالرحمن منصور سره لیدنه وکړه.

د لیدنې په پيل کې د پروان. . .

BACK TO NEWS